CRI Online

شي جين پينګ د ونو کېنولو په فعاليت کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-04-03 20:07:33

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د اپريل په ۳مه نېټه په بېجينګ کې د ونو کېنولو په ټولنيز فعاليت کې ګډون وکړ. هغه پر دې ټينګار وکړ چې په چين کې د ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول حالت په پر له پسي ډول ښه شوی دی. کارونو ته د بير ته تګ په وخت کې موږ د ونو کېنولو په فعاليت کې ګډون کوو، ځکه چې موږ غواړو د واقعي فعاليتونو له مخې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د توليد او ژوند د نظام د چټکې اعادې هڅونه کوو او د ايکولوژيکي مدنيت نظريې او د انسانانو او طبيعت تر منځ د ګډې هوساينې وړاندوينه کوو.

شي جين پينګ وويل چې بايد د ايکلوژيکي چاپيريال ساتنې کارونه پياوړي شي او په ښارونو او کليو کې د نباتاتو لرلو ځايونه پراخ کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای