CRI Online

د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو په لويه سيمه کې به د کارونو او ګمارنې لپاره انلاين فعاليت پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-03 20:10:31

د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو په لويه سيمه کې به د کارونو او ګمارنې فعاليت چې د چين ميډيا ګروپ ، د دولتي پانګو د نظارت او اداره کولو کميټې، د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت څانګې لخوا په ګډې مشرۍ پلان شوي، د اپريل په څلورمه نېټه به په رسمي توګه پيل شي. په دغه سيمه کې به زياتې مشهورې تصدۍ د مرکزي ويډيو له لارې انلاين راغونډ کړي او خلکو ته به د کارونو او ګمارنو لارښوونه برابره کړي. دغه فعاليت د مارچ له دويمې نېټې څخه راپدې خوا په ټول هېواد کې شاو خوا څلور زره تصدۍ او ټولنيزې څانګې راجلبې کړې چې له پوهنتونونو څخه تازه فارع شويو محصلينو او کارونه غوښتونکو ته څه باندې ۴لکه ۲۰زره کارونه برابر کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای