د چين د کموېنست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين بينګ د اپريل په ۳مه نېټه د لاوس د ولسي انقلاب ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي او دولت رئيس بونګنانګ وراچيس سره ټليفونې خبرې وکړې.
شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند، حکومت او خلکو په استازيتوب د لاوس ګوند، حکومت او خلکو ته د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ سره په مقابله کې خپله خواخوږۍ څرګده کړه او ورڅخه يي ملاتړ وکړ. شيجين پينګ وويل چې چين او لاوس دواړه د کمونېست ګوند په مشرۍ واکمنۍ لاندې سوسياليستي هېوادونه دي. چين به د لاوس د واقعي اړتياوو له مخې ملاتړ او مرستې ورته برابرې کړي.
بونګنانګ وراچيس وويل چې د شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د چين کمونېست ګوند ستر سياسي لارښووکی توان ښودلی او چينايانو له ساري ناروغۍ سره په مبارزه کې ګډ برياليتوب تر لاسه کړ چې دا د ستاينې وړ کار دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |