د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۳مه نېټه د ناميبيا له ولسمشر هاګي ګينګوب سره ټليفونې خبرې وکړې. شي جين پينګ وويل چې د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ په ناڅاپي ډول رامنځته شوي او په بېلابېلو هېوادونو کې د حکومتونو د واکمنۍ توان په اړه يوه لويه ازموينه ده. د چين حکومت تل د خلکو متمرکزو اصولو ته غاړه ايښې ده او د خلکو ژوند او روغتيا ته لومړيتوب ورکوي. د دوه مياشتو ډېر سخت کار وروسته په چين کې د ناروغۍ د ښه کېدو په حال کې دی.
شي جين پينګ وويل چې افريقايي هېوادونو د چين د ناروغۍ مخنيوي او کنټرول لپاره په خورا سخت وخت کې ارزښتناکه مرستې وکړې او موږ يې په ياد کې لرو. زه په افريقا کې د ساري ناروغۍ اوسني وضعيت په اړه ډېر انديښمن يم. چين به د ناميبيا په شمول افريقايي هېوادونو ته خپلې مرستې برابرې کړي او خپلې تجربې به ورسره شريکړې کړي.
ګينګوب وويل چې د شي جين پينګ په مشرۍ حکومت او خلکو په ګډه د ناول کرونا ويروس ساري ناروغۍ سره مقابله وکړې چې خپل غښتلي لارښوونکی توان يې ښودلی او د افريقايي هېوادونو په شمول د نړۍ د ستاينې وړ دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |