CRI Online

بهرنيو دوستانو د چين د سيوري نندارې وستايلې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-04 03:10:30

د يانځه سيند د دريو تنګيو په سيمه کې د سيوري ننداره د چونګ چينګ ښار د وو شان ولسوالۍ او شاو خوا سيمو کې يوه عنعنوي ځايي ډرامه ده چې د ژوند له فلکلوري کاغذکيچي څخه سرچينه اخلي او د يانځه سيند د دريو تنګيو په سيمه کې د تاريخي او کولتوري هنر څرګندويي کوي. لږه موده مخکې د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون بهرنيو خبريالانو د وو شان په موزيم کې دغه ننداره وکتله او لوړه ستاينه يې وکړه.

د دريو تنګيو د سيوري ننداره د چونګ چينګ ښار په وو شان ولسوالۍ کې د غيرمادي کولتوري ميراث په توګه اوږد تاريخ لري چې سرچينه يې د چين په امپراتورۍ زمانو کې رامنځته شوې. په وروستيو کلونو کې د وو شان په موزيم کې د تاريخي اثارو ساتلو لپاره رنګا رنګ فعاليتونه تر سره شول. د موزيم د غير مادي کولتوري ميراثونو نندارتون په تالار کې د وو شان په سيمه کې د سيوري ځانګړې نندارې، د وو شان موسيقۍ او فلکلوري سندرو په شمول د هېواد او ښار په کچه د غير مادي کولتوري ميراثونو دوديزې نندارې تر سره شوې. د دغه موزيم مشر جانګ چيان وويل دوی هيله لري چې په موزيم کې د نندارو کتلو له لارې نندارچيان نژدی کړي او خلک د وو شان د تاريخي کولتور په هکله لا زيات مالومات تر لاسه کړي. لږه موده مخکې د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون بهرنيو خبريالانو په دې موزيم کې د سيوري نندارې وليدلې او خپل احساسات يې شريک کړل. د ويتنام خبريال نګوين تانحه ترونګ وويل

د سيوري نندارې د چين دوديز هنر دی او ما په کوچنيتوب کې اوريدلي وو.د وو شان په سيمه کې د سيورې نندارې اوس هم تر سترګو کيږي چې دا د فلکلوري هنر د ساتلو په برخه کې د حکومت د کوښښونو څرګندويي کوي. نن ما د سيوري نندارې مخامخ ولېدلې. د دغې نندارې د لوبونکو سويې ډېرې لوړې دي چې د سيورې ننداره او د هنرمندانو سندرې او موسيقي په ډېر ښه اواز سره ولوبول شول. که څه هم زه د هنرمندانو په سندرو او شعرونو نه پوهيږم، خو د سيوري ننداره له لارې د ډرامې په محتوياتو پوه شوم.

د مالوماتو له مخې، د دريو تنګيو په سيمه کې د سيوري ننداره د سيوري عنعنوي نندارې د هنر پر بنسټ د وو شان او د دريو تنګيو ځايي کولتور او دودونه زيات شوی دی. په دغو نندارو کې د ژوند ژور احساسات ښکاري او هنري ځانګړتيا ترې څرګنديږي چې د نندارې او د سندرو ويلو هنر خپله ځانګړتيا لري.

د چين په مرکزي راډيو او ټلويزيون کې د البانيا خبريالې هاريس ونګلي وويل چې په يوه داسې کورنۍ کې لويه شوې يم چې هر وخت پکې موسيقې غږيږي او له موسيفۍ سره ډيره علاقه لري. هغې د چين په وو شان کې د چين ولسي نندارې وکتلې، په دې هکله يې وويل وو شان د چين په جنوب ختيځ کې د شتمنو ځايونو په شان نه دی، بلکې د غره په لمن کې يو کوچنی ښار دی. په دې ځای کې د سيوري نندارې هنري شکل اوږد تاريخ لري چې ځايي اوسيدونکو نسل په نسل دغه هنر ساتلی دی او ډ‌ېر ارزښت يې ورکړی دی او ورکوي يې.

په وروستيو کلونو کې د ټلويزيون او کمپيوټر په وسيله رنګارنګ پروګرامونه تر سره کيږي، خو د سيوري نندارې هنر په ستونزمنه توګه د کولتوري هنر په څنډه کې پرمختګ کوي. د چونګ چينګ ښار د وو شان موزيم مشر جانګ چيان وويل ځايي حکومت او اړوندو څانګو د دريو تنګيو د سيوري نندارې ساتلو لپاره زيات تدبيرونه نيولي دي. هغه وويل پخوا به د سيوري نندارې د زياتو کسانو په ياد کې نه وې او يوازي د کم شمير زړو کسانو په ياد کې به پاتی وې. خو په وروستۍ موده کې مو د دغه هنر ساتلو لپاره زيات کارونه تر سره کړي، مثلا په موزيم کې هره اونې وړيا نندارې تر سره کيږي او نندارچيان په وړيا نندارې کتلی شي او له دې لارې دوی د سيوري په نندارې کې د دوديز هنر په باب مالومات تر لاسه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای