CRI Online

چين د نوي کورونا ويروس پر وړاندې په مبارزه کې د قربانيانو او وطنوالو د مړينې په مناسبت د ملي ماتم مراسم تر سره کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-04-04 10:31:17

چين د ۲۰۲۰م کال د اپريل په ۴مه نېټه د نوي کورونا ويروس پر وړاندې په مبارزه کې د قربانيانو او وطنوالو د مړينې په مناسبت د ملي ماتم مراسم تر سره کړل. په همدې وخت کې د چين په دننه کې او په نورو هېوادونو او سيمو کې د چين په سفارتونو او کونسلګريو کې د چين ملي بيرغ نيم ځوړند و او د چين په قلمرو کې ټول عام تفريحي فعاليتونه وځنډول شول. ټولو چينايانو د همدې ورځې له لسو بجو څخه د احترام لپاره د درېيو دقيقو چوپتيا وکړه، موټرونو، اورګاډو او بيړيو د وير په توګه نارې سورې ووهلې او د هوايي دفاع د خطر زنګونه هم ووهل شول.

د همدې ورځې په سهار د چين د پلازمينې بېجينګ په تيان ان من ډګر کې د ملي بيرغ د اوچتولو د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته د ملي بيرغ د نيم ځوړندېدلو مراسم تر سره شول.

( قرباني ) په چين کې د هغو کسانو افتخاري لقب دی چې د هېواد، ټولنې او خلکو لپاره هر ډول قرباني ورکوي. مخکې تر دې د هو بۍ ولايت حکومت د (وانګ بينګ) په شمول ۱۴ کسانو ته د قربانيانو افتخاري لقبونه وړاندې کړي دي چې د دغه ويروس پر وړاندې په مبارزه کې د طبي کارکوونکو، پوليسو او په استوګنيزو سيمو کې د کارکوونکو په توګه يې کارونه کړي او قربانۍ يې ورکړې دي.

د معلوماتو له مخې، د نوي کورونا ويروس ناروغۍ د نوي چين تر جوړېدو وروسته په چين کې ډېره سخته عامه روغتيايي پېښه ده چې د دغې ناروغۍ د خپرېدو سرعت او مساحت ډېر چټک او پراخ دی او د وقايې ستونزې يې هم ډېرې دي. د اپريل تر ۳مې نېټې پورې، په چين کې د دغې ناروغۍ له امله ۳۳۲۶ تنه مړه شوي اود دغې ناروغۍ د وقايې او کنترول په موده کې د لږ تر لږه ۴۶ طبي کارکوونکو ځانونه قرباني شوي دي. په تېرو دوو مياشتو کې د هو بۍ ولايت کابو ۱۵۰۰ طبي کارکوونکي په دغې ناروغۍ اخته شوي او له لس زرو تنو نه زياتو طبي کارکوونکو د دغه ويروس پر وړاندې مبارزه کې ګډون کړی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای