د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اپريل په ۳مه نېټه په بېجينګ کې وويل، د امريکا هغه ناوړه موخه به بريالۍ نه شي چې د چين د کمونېست ګوند او خلکو ترمنځ نفاق اچوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالو معلوماتو ادارې ويبپاڼې څو ورځې مخکې خبر ورکړی چې د چين دولتي خبري ارګانونه په ټوله نړۍ کې د چين کمونېست ګوند لپاره تبليغات کوي، نو د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د چين د پنځو خبري رسنيو د خبريالانو د شمېر د محدودولو غوښتنه کړې ده.
وياندې هوا چون اينګ اړوندې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې دې ته اشاره وکړه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ياده خبره د ۶۰ چيني خبريالانو د نژادي توپير او شړلو پلمه ده او موخه يې دا ده چې د چين د کمونېست ګوند او د چين د خلکو ترمنځ بېلتون رامنځته کړي. ۴۱ کالونه مخکې د چين او امريکا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ورځې څخه، امريکا په دې پوهېدلې چې چين د چين کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې سوسياليستي هېواد دی. دا بې دليله او بې اساسه عمل دی چې امريکا د چين کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې له سوسياليستي هېواد څخه د راتللو له امله د چيني خبريالانو سپکاوی کوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |