CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان : په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر له يو مليون لوړ شو، بېلابېل هېوادونه دې له ويروس سره د مبارزې لپاره کافي پيسې چمتو کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-04 11:07:21

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم غيبريسوس د اپريل په درېيمه نېټه د دغه وزارت په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر له يو مليون څخه لوړ شوی او ۵۰ زره کسانو له دې امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه وبا يوازې يو روغتيايي بحران نه دی، موږ ټول په دې پوهيږو چې دغه نړيواله وبا مو پر ټولنې او اقتصاد څومره سختې اغېزې کوي. بېلابېل هېوادونه دې له هغه سره د مبارزې لپاره کافي پيسې چمتو کړي.

ياد سازمان له بېلابېلو هېوادونو څخه پر دريو برخو د تمرکز کولو غوښتنه وکړه.

لومړی: ټول هېوادونه بايد د ناروغانو د موندلو او معاينو، له ناروغانو سره د تماس لرونکو د موندلو، د اړوندو معلوماتو د راټولو او د ويروس په اړه د خلکو د پوهاوي د پياوړتيا په ګډون د عامې روغتيا د اقداماتو لپاره کافي پيسې چمتو کړي.

دوهم: بېلابېل هېوادونه او د روغتيا د نړيوال سازمان ملګري بايد د طبي او روغتيايي سيستم بنسټونه لاپياوړی کړي ، د بېلګې په توګه طبي کارکوونکو ته بايد معاش ورکړي او طبي سيستم ته بايد د بنسټيزو طبي موادو د اخيستلو لپاره د قناعت پيسې ځانګړې کړي.

درېيم: ټول هېوادونه بايد د طبي خدمتونو پر وړاندې مالي خنډونه لرې کړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای