CRI Online

پاکستان کې پر ناول کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر۲۵۴۷ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-04 11:08:25

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د روغتيا وزارت په ويبپاڼه کې د اپريل د درېيمې نېټې په شپه خپره شوې شمېره ښيي چې په دغه هېواد کې په همدې ورځ ۱۶۱ کسان نوي پر ناول کرونا ويروس اخته شوي او له دې سره په دغه هېواد کې پر ناول کرونا ويروس د اخته کسانو عمومي شمېر ۲۵۴۷ ته رسيدلی، ۳۷ تنه ترې مړه او ۱۲۶ تنه روغ شوي دي.

په دغه هېواد کې پنجاب او سند ايالتونه د ناول کرونا ويروس د خپرېدو له امله تر نورو ډېر ځپل شوي، په پنجاب کې ۹۷۷ مثبتې پېښې او په سند کې ۷۸۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې ۶۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د پاکستان په زياتو ځايونو کې د مارکيټونو د تړلو او د خلکو پر تګ راتګ د بنديزونو لګولو په شمول د قرنطين اقدامات پلی شوي دي.

د دغه هېواد صدراعظم عمران خان په همدې ورځ اعلان وکړ چې د روانې مياشتې له ۱۴ مې نېټې څخه به په هېواد کې ساختماني چارې بيا پيل شي او کارکوونکي به يې له يو لړ مالياتو څخه معاف کړي، څو پر هغوی د ويروس د خپرېدو اغېزې کمې کړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای