CRI Online

تبصره: د چين ولسي قربانيان د امريکا د بې ادبه سياستوالو لخوا نه شي بدنامېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-04 19:31:05

د چين د ميډيا ګروپ مبصر د اپريل په ۴مه نېټه يوه تبصره خپره کړه چې عنوان يې دی ( د چين ولسي قربانيان د امريکا د بې ادبه سياستوالو لخوا نه شي بدنامېدلی)

په دغه تبصره کې ليکل شوي چې د اپريل ۴مه نېټه د چين د ( چينګ مينګ) له دوديز فېسټيوال سره برابره ده. نن ورځ چين د ناول کورونا ويروس پر وړاندې مبارزه کې د قربانيانو او وطنوالو د مړينې په مناسبت د ملي ماتم مراسم تر سره کړل. دا لومړی ځل دی چې چين د عامې روغتيا د بيړنۍ او سترې پېښې په مناسبت د ملي ماتم اقدامات تر سره کوي.

د شمېرنې له مخې، د دغه ويروس پر وړاندې روانه مبارزه کې له ۳۰۰۰ نه زيات چينايان مړه شوي. د (چينګ مينګ) د فېسټيوال په درشل کې د چين د ملي ماتم له مراسمو څخه څرګندېږي چې چين تل د خلکو ژوند ته تر هر څه لومړيتوب ورکوي او درناوی يې کوي.

خو د خپګان خبره دا ده چې د لوېديځو هېوادونو ځېني سياستوال او رسنۍ د خپلو ګټو د زياتوالي لپاره د ايديولوژيکي سپکاوي پر اساس د چين بدنامي کوي. څو ورځې مخکې د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پونس له CNN سره د مرکې په ترڅ کې په بې دليله او بې اساسه توګه په امريکا کې د دغه ويروس د خپرېدو د سخت حالت د رامنځته کېدو مسؤليت د چين پر غاړه اچولی. دغه راز، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وغوښتل چې د اوو سترو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په اعلاميه کې د (وو هان) ويروس په توګه ناول کورونا ويروس ياد کړي. د دوی عملونه نه يوازې د امريکا د خلکو د سر او ژوند پر امنيت باندې سترګې پټول دي، بلکې د چين ولسي قربانيان هم بدناموي.

د اپريل په ۳مه نېټه د امريکا د کابو ۹۰ مشهورو کارپوهانو او پخوانيو لوړ پوړيو چارواکو د يو خلاص ليک په خپرولو سره د دغه ويروس پر وړاندې د مبارزې لپاره د چين او امريکا ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا غوښتنه وکړه.

رښتيا دا ده چې چين تل په خلاصو، شفافو او مسؤلانه اصولو سره د امريکا په شمول له نړيوالو ټولنو سره د همکاريو د پياوړتيا لپاره کوښښ کوي. د چين د دولت رئيس د څو هېوادونو له مشرانو سره تلېفوني خبرې کړې او د شلو سترو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې يې اړوند وړانديزونه وړاندې کړي دي. چين اعلان کړی چې له کابو ۸۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره بيړنۍ مرستې وکړي او زياتو هېوادونو ته يې طبي ډلې لېږلې دي.

د چين د کوښښونو موخه له دغې ناروغۍ څخه د لا زياتو خلکو د ژوند ساتل دي، ځکه چې چين په دې ښه پوهېږي چې ويروس بې سرحده دی او بشريت د ګډ برخليک ټولنه ده، نو له نورو سره مرسته کول له خپل ځان سره مرسته ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای