CRI Online

ډونالډ ټرمپ: په امريکا کې د نوي کورونا ويروس د ناروغۍ له امله د مړينو شمېر ښايي ژر زيات شي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-05 14:52:17

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ځايي وخت د اپريل په ۴مه نېټه د سپينې ماڼۍ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې امريکا به په راتلونکو دوو اوونيو کې د نوي کورونا ويروس د خپرېدو له ډېر سخت حالت سره مخامخ شي او د دغې ناروغۍ له امله د مړينو شمېر ښايي ژر زيات شي.

د امريکا د جانس هوپکينس پوهنتون د شمېرنې له مخې، د امريکا د ختيځې منطقې پر وخت د اپريل د ۴مې نېټې تر ۱۹ بجو او ۴۲ دقيقو پورې، په امريکا کې پر دغې ناروغۍ د اخته شويو کسانو عمومي شمېر ۳۰۸۸۵۰ ته او د مړه شويو کسانو شمېر ۸۴۰۷ ته رسېدلی دی. په همدې ورځ د دغې ناروغۍ له امله د نويو مړه شويو کسانو شمېر له ۱۲۰۰ څخه زيات او پر دغې ناروغۍ د نويو اخته شويو کسانو شمېر له ۳۰ زرو څخه زيات و.

ډونالډ ټرمپ په ياده ناسته کې وويل، چې د ملي دفاع د توليد قانون له مخې يې هغو تصديو ته حکم کړی چې له حکومت سره يې همکارۍ نه دي کړې. نوموړي په ځانګړې توګه د 3M شرکت نوم ياد کړ او هيله يې وښودله چې د دغه شرکت لخوا توليد شوي ماسکونه په خپل هېواد کې وکارول شي او صادر يې نه کړي.

د امريکا د کايسر هيالڅ نيوز د اپريل د ۳مې نېټې د خبر له مخې، د امريکا فدرالي حکومت تر اوسه پورې د ياد قانون له مخې له بېلا بېلو ايالتونو څخه د لږ تر لږه ۱۳۷ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت طبي توکي اخيستي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای