د روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۴مه نېټه راپور خپور کړ چې د اروپا د منځنۍ منطقې پر وخت د همدې ورځې د سهار تر لسو بجو پورې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټوله نړۍ کې د نوي کورونا ويروس پر ناروغۍ د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۷۹۳۳۲ او د نويو مړه شويو کسانو شمېر ۶۶۶۴ و چې له دې جملې څخه د اروپا حالت ډېر سخت و. ګڼ شمېر اروپايي هېوادونه د دغه ويروس د وقايوي توکو د اخيستلو او د اړوندو تدبيرونو د پياوړتيا په هڅه کې دي.
د هسپانيا صدراعظم په همدې ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې به د دولت بيړني حالت پر ځايي وخت د اپريل د ۲۵مې نېټې تر ۲۴ بجو دوام ولري او اړوند فرمان به په راتلونکې سه شنبه کې کابينې ته وړاندې شي.
د ايټاليې د بومبارديا لويې منطقې رئيس اتيلو فونتانا په همدې ورځ يو حکم وکړ چې له مخې به يې د روانې مياشتې له ۵مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې په دغه منطقه کې ټول کسان له کور څخه بهر خامخا بايد د ماسک او د غاړې دسمال په وسيله خپله خوله او پوزه پټه کړي.
بر سېره پردې، بريټانيا او فرانسه له چين څخه د دغه ويروس پر وړاندې د وقايوي توکو پر اخيستلو بوخت دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |