CRI Online

د امريکا رسنيو او خلکو د USS سيودوري روسيويلټ په نوم د الوتکه وړونکې بيړۍ د ګوښه شوي کپتان ملاتړ کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-05 15:07:23

 

د USS سيودوري روسيويلټ په نوم د الوتکه وړونکې بيړۍ کپتان برېټ کروزير په دې وروستيو کې د امريکا د سمندري ځواکونو لوړپوړيو چارواکو ته يو ليک لېږلی .هغه په ليک کې په يادې پوځي بيړۍ کې د نوي کرونا ويروس ناروغۍ خبرداری ورکړی او په بيړۍ کې د ټولو غړو د روغتيا د خوندي کولو لپاره د فوري اقدام غوښتنه يې کړې ده. له همدې امله هغه په دې وروستيو کې په رسمي توګه له خپلې دندې ګوښه شوی دی.

د سان فرانسيسکو کرونيکل ورځپاڼې د مارچ په ۳۱مه نېټه خبر ورکړ چې کپتان برېټ کروزير د مارچ په ۳۰مه نېټه ۴ پاڼې ليک ليکلی چې عنوان يې له نوي کرونا ويروس سره د مقابلې لپاره د مرستې غوښتنه ده. هغه مهال په يادې بيړۍ کې سلګونه تنه پر دې ويروس اخته شوي وو. تر هغه وروسته مسئله نه ده حل شوې. د سان فرانسيسکو کرونيکل ورځپاڼې د خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځواب ورکړ چې اردو بايد پرېکړه وکړي.

دغه ليک په امريکا کې پراخه اندېښنه راپورته کړې ، د دغه هېواد دفاع وزارت د فشار له امله په يادې بيړۍ کې د افسرانو او سرتېريو تفتيش ګړندی کړی. د امريکا څو رسنيو د اتل په شان د کپتان برېټ کروزير د ستاينې تبصرې خپرې کړې. د امريکايي رسنيو سربېره ، عامو امريکايانو هم په ټولنيزو رسنيو کې له کپتان کروزير څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی او د امريکا حکومت د ناوړه عمل په اړه يې خپل قهر او انتقادونه څرګند کړي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای