CRI Online

د امريکايي کپتان د وبا د خبرداري ورکولو او مرستې غوښتلو له امله له دندې ګوښه شو

cri     (GMT+08:00) 2020-04-05 20:26:44

ځکه چې د امريکا د سيودوري روسيويلټ په نوم د الوتکه وړونکې بيړۍ کپتان برېټ کروزير په دې بيړۍ کې د افسرانو او سرتېريو د ژغورنې لپاره يو ليک لېږلی ،پر ځايي وخت د اپرېل په ۳مه نېټه هغه د امريکا د سمندري ځواکونو د سرپرست توماس مودلي لخوا له خپلې دندې څخه ګوښه کړای شو.

په انټرنېټ کې يوه ويډيو کې ښودل کېږي چې کله کروزير له ريمپ څخه ښکته شو ، د بيړۍ عملې د ده نوم په لوړ غږ تکراروي او ليدل يې چې هغه کښتۍ پرېږدي. د امريکايي ارزښتونو سره سم ، کروزير څوک چې غواړي د زرګونو افسرانو او سرتېريو ژوند وژغوري، بايد يو اتل وي، د دې پر ځای چې د دغه اتل ستاينه وشي، ورته سزا ورکول کېږي. د دې ترشا پټ څه دي؟

راځئ چې د دې موضوع د مهم ټکي - د مرستې په ليک سره پيل کړو. د مارچ په وروستيو لسو ورځو کې ، له دې امله چې په يادې بيړۍ کې زيات کسان پر نوي کرونا ويروس اخته شوي ، کروزير د امريکا د سمندري ځواکونو جګپوړو چارواکو ته يو ليک واستاوه او پکې ليکلي وو چې په بيړۍکې وضعيت په چټکۍ سره خرابېږي او غوښتنه يې وکړه چې په بيړۍ کې شته زرګونو کسانو ته دې له بيړۍ څخه د وتلو اجازه ورکول شي او ژر تر ژره دې قرنطين شي.

د امريکا سي اين اين تلويزيون خبر ورکړ چې کروزير په خپل ليک کې داسې ليکلی چې که موږ اوس عمل ونه کړو ، نو موږ نشو کولی چې موږ تر ټولو سترې پانګې – عملې ته په سمه توګه پاملرنه وکړو. سي اين اين د امريکا د دفاع وزارت د يو چارواکي له قوله ويلي چې په يادې بيړۍ کې ۱۳۷ تنه پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

د امريکا پخواني ولسمشر مرستيال جو بايډن انتقاد وکړ چې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو سرپرست نوموړې پرېکړه د ليک ليږونکي د ډزو سره مساوي ده . د امريکا د استازو جرګې د پوځي کميټې د ديموکرات ګوند يو شمېر لوړپوړو چارواکو د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر ياد عمل نيوکه وکړه. د دوی په اند کله چې د يادې بيړۍ عمله د نوي کرونا ويروس له بحران سره مخ وه ، د کپتان ګوښه کول يو بې مورده اقدام و کوم چې ممکن نور غړي د لويو خطرونو سره مخ کړي.

په اوس وخت کې ، زيات شمېر امريکايان د انټرنېټ له لارې د "کروزير دندې د بيا پيل په نوم فعاليت تنظيم کړی او په کې يې ګډون کړی دی.

د شخصيتونو په اند د کپتان کروزير د ګوښه کېدو ترشا د امريکا اردو په حقيقت کې درې ارادې لري.

لومړی، دا د کروزير له خوا د "راز افشا کولو" سزا ده. دوهم ،په بيړۍ کې د کرونا ويروس ناروغۍ د لويې پيمانې خپرېدلو سره مخ کېدل ، امريکا اړتيا لري چې د "قربانۍ بکری" ومومي. درېيم، د امريکا پوځ په دې باور دی چې د ليک پېښه د دې ستراتيژيک مخنيوي پر توان اغېزه کړې ، نو اړتيا لري چې ورته مثالونه رامنځته نه شي.

د امريکا ځينو لوړ پوړو پوځي او سياسي چارواکو ته مشوره ورکړی چې له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره دې عملي کار وکړي کوم چې د امريکايانو او عسکرو د ژوند لپاره حياتي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای