CRI Online

چين بايد د ناول کورونا ويروس د وقايې او مخنيوي لپاره اغېزناکو تدبيرونو ته دوام ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-06 11:33:06
چين بايد د ناول کورونا ويروس د وقايې او مخنيوي لپاره اغېزناکو تدبيرونو ته دوام ورکړي

اوس په ګرده نړۍ کې د ناول کورونا ويروس تشخيص شوې پېښې له يو مليون څخه اوښتې دي. د چين د دولتي روغتيايي کميټې وياند مي فنګ د اپريل په ۵مه نېټه په بېجينګ کې پر دې ټينګار وکړ چې له چين څخه بهر ياد ويروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او چين په هغو ښارونو کې چې له بهر څخه راغلي کسان مني، د دې ويروس د وقايې، کنټرول، درملنې او تشخيص په برخو کې له سترو فشارونو سره مخ دی. چين بايد د دې ويروس د وقايې او کنټرول لپاره اغېزناکو تدبيرونو ته دوام ورکړي.

نوموړي وويل، د اپريل په ۴مه نېټه د چين په داخل کې د سختو ناروغانو شمېر له ۳۰۰ کم شوی او د اوسنيو ناروغانو شمېر ۷۰۰ ته ټيټ شوی چې د دې ناروغۍ د درملنې په برخه کې مو څرګند برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. له ويروس سره د مبارزې په برخه کې د چين لوړه سويه لرونکې طبي ډله لا هم په وو هان ښار کې کارونو ته دوام ورکوي چې د سختو ناروغانو لپاره د هر کس د حالاتو له مخې د درملنې لايحه وټاکي او د رغېدلو کسانو شمېر لوړ کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای