د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۵مه نېټه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې له چين پرته په ګرده نړۍ کې په ناول کورونا ويروس د اخته کېدنې ۱ مليون ۵۰ زره ۸۲۸ پېښې تشخيص شوې دي.
د منځنۍ اروپا په وخت د پنځمې نېټې تر لسو بجو پورې له چين پرته په ګرده نړۍ کې په دې ويروس تشخيص پېښې د تېرې ورځې په نسبت ۸۲ زره زياتې شوې او د مړه شويو شمېر ۵۷۹۵ تنه زيات شوی.
تر اوسه په ګرده نړۍ کې د دې ويروس له امله د مړه شويو شمېر ۶۲۷۸۴ ته رسېدلی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |