CRI Online

په امريکا کې پر اسيايي الاصله امريکايانو دښمنانه بريدونه زيات شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-06 11:44:29
په امريکا کې پر اسيايي الاصله امريکايانو دښمنانه بريدونه زيات شوي

د نيويارک پوليسو د اپريل په ۵مه نېټه وويل د تېر مارچ په ۲۸مه نېټه د نيويارک ښار د برونکس ناحيې په يو بس کې يو ۵۱ کلنه اسيايي الاصله امريکايي مېرمن د څلورو ځوانو ښځو لخوا د چتريو په وسيله پر سر ووهل شو، وروسته ځايي پوليسو له دغو څلورو ښځو څخه درې تنه نيولې او د دښمنانه اقدام په تور به محاکمه کېږي. پوليس د څلورمې ښځې په پيدا کولو بوخت دي.

د نيويارک پوليسو وويل، په تېر مارچ مياشت کې دې هېواد کې د ناول کورونا ويروس له خپرېدو وروسته په دې ښار کې پر اسيايي الاصله امريکايانو ۱۱ دښمنانه بريدونه شوي دي او دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په نسبت ډېر زيات شوی . (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای