CRI Online

چين ژمنه کړې چې نورو هېوادونو ته به د طبي توکو صادرات محدود نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-06 11:58:07

د چين د سوداګرۍ وزارت او د ګمراکاتو عمومي ادارې په شمول د ځينو وزارتونو او څانګو اړوندو مسؤلينو د اپريل په پنځمه نېټه په بېجينګ کې وويل چې چين به نورو هېوادونو ته د طبي توکو صادرات محدود نه کړي او غواړي چې د خپل هېواد په دننه کې د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول پر بنسټ د خپل توان په اندازه له اړوندو هېوادونو او سيمو څخه ملاتړ او مرستې وکړي.د دې ترڅنګ چين به د صادرېدونکو طبي توکو د کيفيت څارنه وکړي.که بې کيفيته طبي توکي صادر شي، نو د چين حکومت به دا ډول شرکتونو او تصديو ته له اړوند قانون سره سم سزا ور کړي.

اوس مهال د نړۍ په نورو هېوادونو کې د کرونا ويروس خپرېدل چټک شوی او ګڼ شمېر هېوادونه طبي توکو ته ډېره اړتيا لري.

د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ څانګې پلټوونکې جيانګ فان په همدې ورځ په بېجينګ کې د ناول کرونا ويروس د ګډ مخنيوي او کنټرول په هکله د چين د دولتي شورا په يوه خبري ناسته کې وويل، مونږ به هېڅکله هېر نه کړو چې ډېرو هېوادونو له ناول کرونا ويروس سره په مبارزه کې له چين سره مرستې کړې وې. نو په چين کې د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول کارونه د ښه کېدو او نورو هېوادونو ته د دې ويروس د خپرېدو په حال کې مونږ غواړو چې د خپلو کارونو د ښه تر سره کولو پر بنسټ د خپل توان په اندازه له اړوندو هېوادونو او سيمو سره مرستې وکړو. چين به د طبي توکو صادرات محدود نه کړي.

د اپريل تر څلورمې نيټې پورې ۵۴ هېوادونو او سيمو او دريو نړيوالو سازمانونو له چيني تصديو سره د طبي توکو د اخيستلو قراردادونه لاسليک کړي او نورو ۷۴ هېوادونو او ۱۰نړيوالو سازمانونو ور سره اړوندې سوداګريزې خبرې اترې کړې.

د چين حکومت تل د طبي توکو کيفيت او ډاډمنتيا ته ډېره پاملرنه کوي.د چين د سوداګرۍ وزارت،د ګمراکاتو عمومي ادارې او د درملو څارنې ادارې د مارچ په ۳۱مه نېټه د طبي توکو د صادراتو په هکله يوه اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې د ازموينې کيټونو، طبي ماسکونو، خوندي جامو،د تنفس ماشينونو او د حرارت درجې په شمول پنځه ډوله توليدات بايد د چين د طبي تجهيزاتو او توليداتو د ثبتولو جواز ولري او د اړوندو هېوادونو او سيمو د توليداتو د کيفيت له معيارونو سره دې سمون ولري.جيانګ فان پر دې ټينګار وکړ، مونږ به له اړوندو څانګو سره يو ځای د دې تګلارې د پلي کولو لپاره هڅې وکړو او که د طبي توکو په کيفيت کې ستونزه پيدا کړو، نو په جدي توګه به د اړوندو پېښو پلټنه وکړو، له قانون سره سم به اړوندو شرکتونو او تصديو ته سزاوې ور کړو ،د دغو توکو کيفيت به کنټرول کړو،بازاري نظام او د چيني توليدات ښه شکل به وساتو تر څو دغه طبي توکي د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د روان کال د مارچ له وروستۍ لسيزې راهيسې د اړوندو طبي توکو د صادراتو د زياتوالي انډول چټک شوی دی.د مارچ له لومړۍ نيټې څخه د اپريل تر څلورمې نيټې پورې د صادر شويو طبي توکو ارزښت لس مليارډ او دوه سوه مليونه يوانو ته رسيدلی چې په دې جمله کې درې مليارډه اته سوه شپېته مليونه ماسکونه،اووه دېرش مليونه پنځه لکه او شل زره حفاتي جامې او نور طبي توکي شامل دي.

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د عمومي چارو څانګې مشر جين های وويل چې اړوندې څانګې بايد د ناقانونه کړنو اړوندو شرکتونو ته له قانون سره سم سزا ور کړي. هغه وويل، مونږ د اړوندو شرکتونو او تصديو له هغو کړنو څخه ملاتړ کوو چې د برېښناليکونو په وسيله اړوندو څانګو ته صادراتي ثبوت وړاندې کوي ،او د دې ترڅنګ د پوهنې ملکيت حق ساتنه پياوړې کوو .سربېره پردې ناقانونه کړنو او عملياتو ته سزا هم ور کوو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای