CRI Online

په امريکا کې پر ناول کرونا ويروس د تشخيص شويو کسانو شمېر له درې لکه او دېرش زره تنو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-06 12:06:17

د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د تازه شمېرنې له مخې پر ځايي وخت د اپريل د پنځمې نيټې د مازديګر تر پنځو بجو پورې په امريکا کې پر ناول کرونا ويروس د تشخيص شويو کسانو شمېر درې لکه يودېرش زره دوه سوه څلوردېرش تنو ته رسيدلی او د مړينې شمېر نهه زره څلور سوه اته پنځوس تنه و. د امريکا د روغتيايي چارو د عمومي ادارې مسئول جيروم عادمس په همدې ورځ وويل چې راتلونکي اوونۍ به د امريکا لپاره له ناول کرونا ويروس سره د مبارزې تر ټولو ستونزمن پړاو وي.

د دې هېواد د روغتيايي چارو دولتي څېړنيز انسټيټيوټ د حساسيت او ساري ناروغۍ د څيړنيز مرکز مشر انتوني فوسي له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې په امريکا کې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو حالت له کنټرول څخه وتلی،خو د دونالډ ټرمپ حکومت لاهم د اوسني حالت د کنټرول لپاره هڅه کوي.

د امريکا خبري رسنيو د اپريل په پنځمه نيټه خبر ور کړ چې په نيويارک ښار کې د دېرشو روغتونونو د سختو ناروغانو د ساتلو لپاره د کوټو د کارونې انډول نژدې سل سلنې ته رسيدلی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای