د روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۶مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې له چين پرته په ګرده نړۍ کې په ناول کورونا ويروس د اخته کېدنې ۱۱۲۷۹۵۱ پېښې تشخيص شوې دي.
د دې سازمان ورځنی راپور ښيي، د منځنۍ اروپا په وخت د اپريل د ۶مې نېټې تر لسو بجو پورې له چين پرته په ګرده نړۍ کې په ياد ويروس د اخته کېدنې ۷۷۱۲۵ پېښې تازه تشخيص شوې او عمومي شمېر يو ميليون ۱۲۷ زره ۹۵۱ تنو ته رسېدلی. د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۴۸۰۸ زيات شوی او ۶۴۲۵۴ ته رسېدلی دی.
د ګردې نړۍ په کچه په دې ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۷۷۲۰۰ زيات شوی او عمومي شمېر يو ميليون ۲۱۰ زره ۹۵۶ ته رسېدلی. د دې ويروس له امله د مړه شويو شمېر ۴۸۱۰ زيات شوی او عمومي شمېر ۶۷۵۹۴ ته رسېدلی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |