د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د اپريل په ۶مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په دې هېواد کې په ناول کورونا ويروس د اخته شويو کسانو شمېر له درې نيم لکو اوښتی دی او په نړۍ کې تر ټولو زيات دی.
د يادې شمېرنې له مخې، د امريکا په وخت د اپريل د ۶مې نېټې تر غرمې وروسته په درې نيمو بجو په دې هېواد کې په ياد ويروس د اخته کېدنې ۳ لکه ۵۲ زره ۵۴۶ پېښې تشخيص شوې او د دې ويروس له امله ۱۰ زره ۳۸۹ تنه مړه شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |