CRI Online

د امريکا يو قوماندان په سوريه کې په يو پټ بريد کې ووژل شو

cri     (GMT+08:00) 2020-04-07 10:31:24

د سين هوا اژانس د اپريل په ۶مه نېټه خبر ورکړ، د امريکا يو قوماندان په همدې ورځ د سوريې په ديرالزور ايالت کې د يو پټ بريد په ترڅ کې ووژل شو.

په سوريه کې ميشت امريکايي پوځ په همدې ورځ د کردانو په مشرۍ د سوريې له ديموکراتيک پوځ سره د سوريې د ديرالزور او الحساکه ايالتونو په سرحدي سيمو کې د ګډې ګزمې په وخت کې د وسلوالو له پټ بريد سره مخ شول او په نتيجه کې يې د امريکا يو قوماندان او د سوريې د ديموکراتيک پوځ دوه غړي ووژل شول.

په همدې ورځ د امريکا ۳۵ لارۍ چې پکې پوځي توکي بار وو، له عراق څخه سوريې ته ننوتل او زياتره پوځي توکي د الحساکه ايالت د شمال ختيځ مالکي سيمه کې د امريکايي پوځ يوې اډې ته ليږدول شوي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای