څو ورځې مخکې د بريتانيا په سنډې مېل او ګارډين (The Sunday Mail او The Guardian ) ورځپاڼو کې د ناول کورونا ويروس پر ضد د چين د مبارزې په اړه درواغ او پر چين بې بنسټه نيوکې خپرې شوې. په بريتانيا کې د چين سفارت وياند په دې اړه په جلا جلا توګه يادو دواړو رسنيو ته د ردولو پيغامونه وليږل. د بريتانيا حکومت عالي رتبه چارواکي وويل، د رسنيو ناسمې خبرې د حکومت دريځ ښکارندويي نه کوي، بريتانيا له ياد ويروس سره د نړيوالې ټولنې په مقابله کې د چين د خدمتونو او هلو ځلو لوړه ستاينه کوي او له چين سره د اړيکو ټينګښت د بريتانيا لپاره ستر اهميت لري.
The Sunday Mail د اپريل په ۵مه نېټه د چين سفارت وياند د ردولو پيغام خپور کړ.
د چين نوموړي وياند د بريتانيا له اړوندو رسنيو او سياستوالو څخه يو ځل بيا وغوښتل چې بايد غرور او تعصب پرېږدي او په عادلانه توګه دې د چين کوښښونو او خدمتونو ته وګوري چې د نړۍ د روغتيايي چارو لپاره لا فعال رول ولوبوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |