CRI Online

چين او امريکا بايد د ناول کورونا ويروس پر ضد په ګډه کوښښونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-07 12:55:21

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په امريکا کې د چين سفير څوی تيان کای د اپريل په ۵مه نېټه د نيويارک ټايمز په ويبپاڼه کې يوه تبصره خپره کړه چې پکې يې ليکلي، د ناول کورونا ويروس پر ضد مبارزې په اړه د چين او امريکا ترمنځ ځيني لفظي جنجالونه رامنځته شول. خو اوس يو پر بل د نيوکې وخت نه دی، دواړه خواوې بايد له دې ويروس سره په مقابله کې يووالی، همکاري وساتي او يو بل لپاره دې مرستې برابرې کړي.

سفير څوی تيان کای وويل، چين او امريکا په نړۍ کې د تر ټولو لويو اقتصادونو په توګه بايد د ناروغۍ درملنې تخنيک او د واکسين څېړنې په برخه کې د نړيوالې همکاريو لارښوونه وکړي، په ګډه دې له وروسته پاتې هېوادونو سره مرستې وکړي او د نړۍ د روغتيايي چارو د بشپړولو لپاره دې هڅوونکي رول ولوبوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای