د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم د اپريل په ۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، د هر ډول واکسين څېړنه او ازموينه د قانون او اخلاق له مخې ترسره کېږي. د فرانسې يو ساينسپوه مخکې دا ويلي چې افريقا به د ناول کورونا ويروس د واکسين د ازموينې ډګر په توګه وکارول شي. تيدروس په دې اړه وويل، په يوويشتمه پېړۍ کې دغه شان وينا ډېر د حيرانتيا وړ ده، دغه شان وينا به له ياد ويروس سره د مقابلې لپاره هېڅ ګټور رول و نه لري، بلکې د نړيوالې ټولنې يووالی به خراب کړي.
نوموړي وويل، اوس د نړۍ څه باندې ۷۰ هېوادونه د روغتيا نړيوال سازمان په ازموينه کې برخمن دي چې د ياد ويروس د درملنې اغېزناکو لارو چارو په لټولو بوخت دي. کابو ۲۰ ارګانونه او شرکتونه د دې ويروس پر ضد د واکسين په څېړنه بوخت دي. دغه سازمان به دا تائيد کړي چې له ټولو هېوادونو او خلکو سره به اړوند درمل او واکسين شريک کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |