CRI Online

اقتصادي کارپوه: د امريکا اقتصاد به ډېر کمزوری شي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-07 13:01:35

د امريکا د فدرالي زېرمې کمېټې پخوانۍ مشرې جانټ يلين د اپريل په ۶مه نېټه وويل، ښايي چې د امريکا اقتصاد د روان کال په دوهم موسم کې ۳۰ سلنه ټيټ شي. د دغه هېواد د کارګرو وزارت د يوې شمېرې له مخې په تېره مارچ مياشت کې په دې هېواد کې د بې کاري انډول ۴.۴ سلنه وه، خو د يلين په اند، واقعي حالت د دې په پرتله ډېر سخت دی چې ښايي ۱۲ يا ۱۳ سلنې ته رسېدلی او لا به هم لوړېږي.

د جرمني لومړۍ وزيرې انګلا ميرکل په همدې ورځ د قرنطين تر پای ته رسولو وروسته لومړۍ خبري ناسته جوړه کړه. هغې وويل ناول کورونا ويروس د اروپايي ټولنې له جوړېدو راهيسې د دې ټولنې پر مخ تر ټولو سخته ننګونه ده، بېلا بېلې خواوې بايد د دې ويروس پر ضد مبارزه کې په ګډه کوښښونه وکړي. دا به په خوښه شي چې اروپايي ټولنه غړو هېوادونو ته پورونه برابر کړي، جرمني به د دې پروژې لپاره ۷ ميليارډه يورو برابر کړي.

د ايتاليا لومړي وزير جوسيپي کونټي په همدې ورځ په ټلويزيوني خبرو کې اعلان وکړ چې حکومت به د اوسني اقتصادي ستونزو د ليرې کولو لپاره يو لړ اغېزناک تدبيرونه ونيسي، له تصديو سره د مرستې لپاره به ۴۰۰ ميليارډه يورو زيات کړي او دغه راز به د ايتاليا حکومت بازار ته ټولټال ۷۵۰ ميليارډه يورو برابر کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای