CRI Online

شي جين پينګ د روغتيا ۷۳مې نړيوالې غونډې په ويډيويي پرانيستونکو مراسمو کې يوه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-05-19 12:32:19

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بېجينګ پر وخت د مې د ۱۸مې نېټې په شپه د روغتيا ۷۳مې نړيوالې غونډې په ويډيويي پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه. هغه د خپلې وينا په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې د کوويد ۱۹ پر ضد نړيواله مبارزه له ۲مې نړيوالې جګړې وروسته د نړيوالې روغتيا په برخه کې تر ټولو ستره او سخته ناڅاپي پېښه ده. نړيوالو د کوويد ۱۹ پر ضد مبارزه کې تل يو له بل سره مرستې کړې په زړه ورتوب او يووالي سره مبارزه او يو له بل سره يې مرستې کړې. چين د خلکو ګټو ته په پام کې نيولو سره د ژوند ساتلو ته لومړيتوب ورکوي او تل يې په څرګندې، روښانه او مسؤلانه رويې سره د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې پر مفکورې ټينګار کړی چې نه يوازې يې د خپلو خلکو د ژوند او روغتيا، بلکې د نړيوالو روغتيايي چارو په اړه خپلې دندې په جدي توګه تر سره کړې دي. اوس مهال موږ بايد تر خپلې وسې پورې د کوويد ۱۹ خپرېدل کنټرل کړو، د روغتيا نړيوال سازمان لارښوونکی رول دې ولوبوو، له افريقايي هېوادونو څخه دې ملاتړ وکړو، د نړيوالو روغتيايي چارو اداره دې پياوړې کړو، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ دې اعاده کړو او په اړوندو برخو کې دې همکارۍ زياتې کړو. شي جين پينګ د کوويد ۱۹ پر ضد د نړيوالې همکارۍ په اړه د چين ۵ تدبيرونه اعلان کړل او له مختلفو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې د انسانانو د روغتيا ساتلو ټولنه اباده کړي.

شي جين پينګ دغه راز په خپله وينا کې وويل:

( لومړی اواز)

د روغتيا دغه نړيواله غونډه چې د کوويد ۱۹ پر ضد د نړيوالې مبارزې په کليدي وخت کې تر سره کېږي، خورا اهميت لري. کوويد ۱۹ چې په ناڅاپي توګه رامنځته شوی او په چټکۍ سره خپور شوی، تر اوسه په څه باندې ۲۱۰ هېوادونو او سيمو ته رسېدلي، کابو ۷ مليارډو تنه يې اغېزمن کړي او تقريباً ۳ لکه تنه د دغې وبا له امله مړه شوي دي. زه په دې اړه خپګان څرګندوم او د قربانيانو کورنيو سره او تسليت ور ته وايم.

د شي جين پينګ په وينا ويروس بې له سرحداتو د مختلفو هېوادونو او بېلا بېلو قومونو په منځ کې خپرېږي. هغه څرګنده کړه:

( دوهم اواز)

چين په زيار او سترې قربانۍ سره په خپل هېواد کې د ويروس خپرېدل کنټرل کړي او د خلکو ژوند او روغتيا مو ساتلې. چين تل په څرګندې، روښانه او مسؤلانه رويې سره پر وخت د روغتيا له نړيوال سازمان او اړوندو هېوادونو سره اړوند معلومات شريک کړي او کوي يې چې په لومړي وخت کې مو د ويروس جنتيک جوړښت خپور کړ، له مختلفو خواوو سره مو د کوويد ۱۹ د وقايې او کنټرول او د ناروغانو د درملنې په برخو کې خپلې تجربې شريکې کړې او له نورو هېوادونو سره مو تر خپلې وسې پورې مرستې برابرې کړې دي او په ياده مبارزه کې مو له هغوی څخه زيات ملاتړ کړی.

شي جين پينګ د کوويد ۱۹ د مخنيوي او کنټرل په اړه ۶ فقره ييز وړانديز وکړ او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه کړې چې د روغتيا له نړيوال سازمان څخه لا زيات سياسي او مالي ملاتړ وکړي.

هغه ويلي چې موږ بايد د نړيوالو عمومي اقتصادي تګلارو په نژدې همغږۍ سره د نړيوال اکملاتي ځنځير ثبات وساتو او د نړيوال اقتصاد د اعاده کولو لپاره کوښښونه وکړو. وحدت او همکاري پر کوويد ۱۹ مبارزه کې د برياليتوب تر لاسه کولو قوي وسلې او سمه لار ده.

شي جين پينګ اعلان وکړ چې چين به په راتلونکو دوو کلونو کې د کوويد ۱۹ پر ضد د نړيوالې همکارۍ د پرمخبيولو په خاطر د ويروس پر ضد د مبارزې او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د اعاده کېدو لپاره کوويد ۱۹ ځپلو هېوادونو، په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو ته ۲ مليارډه امريکايي ډالره مرستې برابرې کړي. چين به له م م سره همکاري وکړي چې په چين کې به د بيړنيو بشري مرستو زيرمتونونه او مرکزونه جوړ کړي او د ساري ناروغيو پر ضد د اړوندو مالونو برابرونکی ځنځير به تامين کړي. چين به د چيني او افريقايي روغتونونو ترمنځ د همکارۍ ۳۰ ميکانيزومونه جوړ کړي او په خپل هېواد کې به د کوويد ۱۹ ضد واکسين تر تطبيق وروسته به په پرمختيايي هېوادونو کې د دغه واکسين د تطبيق لپاره خپل خدمتونه تر سره کړي. دغه راز چين به د شلو هېوادونو ډلې له نورو غړو سره يو ځای د تر ټولو بېوزلو هېوادونو لخوا د پور بېرته ورکولو په اړه وړانديز پلی کړي او له اړوندو هېوادونو څخه به لا زيات ملاتړ وکړي څو اوسنۍ ستونزې ليرې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای