CRI Online

د وبا پر وړاندې روانه مبارزه کې د چين اقدامات نړيوال باور پياوړی کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-19 19:37:39

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ د ۱۸مې نېټې په شپه د روغتيا د ۷۳مې نړيوالې ويډيويي غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې غوښتنه وکړه چې راځئ د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د ژوند او روغتيا د ساتنې لپاره ګډې هڅې وکړو ، په ګډه د انسانانو د ګډ کور ساتنه وکړو او د انسانانو د روغتيا ساتلو ګډه ټولنه جوړه کړو. رئيس شي جين پينګ په ياده غونډه کې د کوويد- ۱۹ ويروس له ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د چين تجربې شريکې کړې او د دې ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول په اړه يې ۶ وړانديزونه وکړل او د ناروغۍ پر ضد د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا لپاره يې ۵ تدبيرونه اعلان کړل چې د نړيوالې ټولنې تود هرکلی يې تر لاسه کړ.اوس په نړۍ کې د کوويد-۱۹ ويروس ناروغۍ وضعيت لاپيچلی او سخت دی. دغه ناروغي په ۲۱۰ هېوادونو او سيمو کې پر ۷ مليارډو کسانو ناوړه اغېزه کړې او تر دې دمه ددې ناروغۍ له امله څه د پاسه ۳ لکه خلک وژل شوي دي. په داسې وخت کې ، د نړۍ بېلا بېل هېوادونه د همغږۍ ، يووالي او همکارۍ لا پياوړي کولو ته سترګې په لار دي ترڅو ژر تر ژره د وبا پر وړاندې روانه مبارزه کې بريا ترلاسه کړي.د دې وبا پر وړاندې چين نه يوازې په فعاله توګه وړانديزونه کړي، بلکې واقعي اقدامات يې هم کړي دي. د اروپا او امريکا د رسنيو په ګډون نړيوالې ټولنې د چين د ريښتينو هڅو ډېره ستاينه کړې ده.

د روغتيا د نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم په خپله وينا کې وويل چې نړۍ کې له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره اړينې وسيلې ، ساينس او سرچينې شتون لري، خو نړۍ د دې وسيلو ، ساينس او سرچينو کارولو لپاره کلکه ژمنه نه لري. د م م سرمنشي او د څو هېوادونو مشرانو په خپلو ويناوو کې د څو اړخيزم او د وبا سره روانه مبارزه کې د نړيوالې ټولنې د همغږۍ او همکارۍ پياوړي کولو لپاره ملاتړ څرګند کړ.

په حقيقت کې ، ويروس هيڅ سرحد او پوله نه لري. ټول هېوادونه بايد د ځان غوښتنې او نفرت وړ تعصبونو له منځه يوسي او د ژوند خوندي کولو ساده اصلي نيت دې وښيي او ګډې همکارۍ دې وکړي تر څو ژر تر ژره د دې ناروغۍ مخه ونيسي.لکه څنګه چې رئيس شي جين پينګ ويلي چې انسانان په ګډه ټولنه کې ژوند کوي او ګډ برخليک لري او اتحاد او همکاري د وبا د بريالي کېدو ترټولو قوي وسله ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای