CRI Online

د چین د ملي ولسي کانګرس د ۱۳مې دورې درېیمه کلنۍ غونډه پاي ته ورسیده

cri     (GMT+08:00) 2020-05-28 16:05:50

د بېجینګ پر وخت د روانې میاشتې د ۲۸مې نېټې له غرمې وروسته د چین د ملي ولسي کانګرس د ۱۳ مې دورې درېیمه کلنۍ غونډه په بریالی ډول پای ته ورسیده. د یادې غونډې د خپل بهیر په وروستیو کې د حکومت کاري راپور او د مدني قوانینو ټولګې په ګډون یو لړ مهمې پریکړې او مسودې منظور شوې دي. د شي جین پینګ په ګډون د ګوند او دولت مشرانو د یادې غونډې د پای په مراسمو کې ګدون وکړ.

ـــزلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای