CRI Online

لي که چيانګ: چين به له اړمنو کسانو سره مالي مرستې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-28 18:46:55

د چين صدراعظم لي که چيانګ د مې په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د چين حکومت به له کوويد ۱۹ ويروس سره د مقابلې لپاره له اړمنو کسانو سره مالي مرستې وکړي او دا به د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ګټوره وي.هغه د ملي ولسي کانګرس تر کلنۍ غونډې وروسته خبريالانو ته وويل چې روان کال به د چين د حکومت د يو لړ تګلارو د پلي کېډو موخه له اړمنو کسانو سره مرستې، د بازاري خوځنده ځواک هڅول، د استخدام ثبات ته پاملرنه کول، د خلکو د ژوند ضمانت،د مصرف هڅول او بازاري پرمختګ ته د ودې ور کول دي.د دې ترڅنګ به اغيزناکې پانګونې نورې هم زياتې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای