CRI Online

د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د امريکا وتل د نړيوالې ټولنې لخوا انتقاديږي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-01 12:26:04

د بهرنيو خبري رسنيو په قول د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتيا له نړيوال سازمان سره د همکارۍ د پای ته رسولو اعلان وکړ. هغه پر ځايي وخت د مې په ۲۹مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې په يوه لنډه مطبوعاتي ناسته کې وويل چې د روغتيان له نړيوال سازمان سره د امريکا اړيکې له نن څخه پری شوې.

د جرمني د ستيرن مجلې په همدې ورځ خبر ورکړ چې د ټرمپ په نظر د روغتيا نړيوال سازمان د ده د غوښتنو له مخې اصلاحات تر سره نه کړل. هغه مخکې له دغه سازمان څخه غوښتنه وکړه چې مهم او واقعي اصلاحات دې تر سره کړي، که نه، امريکا به په دايمي توګه د ياد سازمان د لګښت لپاره خپلې مرستې بندې او له دغه سازمان څخه به پر وتلو فکر وکړي. خو د روغتيا نړيوال سازمان نژدې دوه سوو غړو په تازه غونډه کې پر دغه سازمان خپل باور څرګند کړ. په دغه خبر کې ويل شوي چې د امريکا ولسمشر ټرمپ په خپله د کوويد-۱۹ په بحران کې له سترو فشارونو سره مخ دی او د دغه ويروس اوږد مهاله خطرونه يې پټ کړي. خبر وايي د امريکا ولسمشر د جنورۍ په پای کې د کوويد-۱۹ په وړاندې د چين د کارونو ستاينه وکړه او ويې ويل چې د چين کارونه روښانه دي او په خپل ټويټر کې يې وويل چې چين د امکان تر حده د دغه ويروس د وقايې او کنټرول کارونه تر سره کړل او امريکا د چين د هلو ځلو او شفافيت ستاينه کوي. خو اوس پر چين انتقاد کوي او وايي چې د کوويد ۱۰ پر ضد د چين فعاليتونه شفاف نه و .

د امريکا د اسوسيتيد پريس د خبر له مخې، ټرمپ د مې په ۲۹مه نېټه اعلان وکړ چې د روغتيا پر نړيوال سازمان به مالي مرسته بنده کړي. د امريکا د مشرانو جرګې مشرې نانسي پيلوسي وويل چې د ټرمپ دغه عمل هيڅ اهميت نه لري. د امريکا د تينيسي ايالت د مشرانو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکې ګوند غړي مال اليکسندر د خبرداري په ورکولو سره وويل چې ښايي چې د ټرمپ دغه پريکړه د واکسين د ازموينې او د وبا د سختېدو په وخت کې د نړيوالو همکاريو لپاره زيان ولري. د بريتانيا د ګارډين ورځپاڼې د ويبسايټ د مې د ۲۹مې نېټې د خبر له مخې ټرمپ د روغتيا له نړيوال سازمان سره د اړيکو پري کولو اعلان وکړ، له دې څخه څرګنديږي چې ټرمپ هيڅ کله پلان نه درلود چې له دغه سازمان سره خبرې اترې وکړي، خو د خپل سياسي هدف له مخې يې غوښتي په امريکا کې د کوويد-۱۹ وبا پړه پر دغه سازمان واچوي. د نړيوال پرمختګ د مرکز اجرائيه رئيس مرستيال اماندا ګراسمان وويل چې امريکا او د روغتيا نړيوال سازمان پراخې اړيکې درلودې، که امريکا له دغه سازمان څخه ووځي، نو د روغتيايي چارو د څيړنو او پريکړه کولو په برخو کې به خپل ډېر اغيز له لاسه ورکړي.

د روسيې د خبري اژانس د خبر له مخې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا وويل چې په دې حال کې چې نړۍ بايد د کوويد-۱۹ له وبا سره ګډه مبارزه وکړي، امريکا د روغتيا له نړيوال سازمان سره اړيکې ختمې کړې او دا کار په دې ساحه کې د نړيوالو همکاريو نړيوال قانون بنسټ ته زيانونه رسوي. هغې وويل چې د وبا په موده کې په امريکا کې روغتيايي سيستم ډېر خراب دی، د امريکا حکومت په دې ساحه کې د لارښوونکې مقام رول له لاسه ورکړی دی. د روسيې د فدرالي کميسيون د نړيوال چارو کميټې رئيس کونستانتين کوساچيف وويل چې د ټرمپ دغه پريکړه د خطونو د مخنيوي او د خپلې دندې د اخيستلو نظريې نه لري. امريکا غواړي په ټوله نړۍ کې آمرانه واک ولري او که د دغه واک مانا د ځينو نړيوالو سازمانونو خرابول او د نورو نړيوالو سازمانونو کنټرول وي، نو دا يو سخت ګواښ دی. د امريکا د سي ان ان ويبسايټ د مې په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ چې زياتو طبي ډلو د ټرمپ د دغې پريکړې په هکله سخت احتجاج کړی او ويلي يې دي چې دغه پريکړه به د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې مبارزه کې لا زياتې ستونزې رامنځته کړي. د اطريش د معياري ورځپاڼې د خبر له مخې، امريکا د م م د يونيسکو سازمان او د م م د بشري حقوقو له شورا څخه وتلی دی او دا ځل غواړي د روغتيا له نړيوال سازمان څخه ووځي. نو دا تصديق نشي کيدای چې ټرمپ به د سوداګرۍ په نړيوال سازمان او ناټو سازمان کې پاتې شي او که نه. د خبر له مخې، ټرمپ د امريکا د ولسمشر د ماموريت په موده کې د نړيوالو همکاريو د نه منلو پاليسي نيسي او دغه هېواد په واقعي توګه له يو لړ مهمو نړيوالو سازمانونو څخه وتلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای