د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جون په لومړۍ نېټه تازه شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې په ټوله نړۍ کې د کوويد-۱۹ په ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر له ۶ مليونو څخه اوښتی دی، په امريکا کې په دې ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر تر نور هېوادونو زيات دی چې ۱۷۳۴۰۴۰ ته رسېدلی او ورپسې برازيل، روسيه، بريتانيا، هسپانيا، ايتاليا، هند، المان، ترکيه، پيرو، ايران او فرانسه دي. په امريکا کې د مړو شمېر هم تر نورو هېوادونو زيات دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |