د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جون په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې روسيه به د جولای په لومړۍ نېټه د اساسي قانون د تعديل يه هکله ټولپوښتنه تر سره کړي.
د کريملين ماڼۍ لخوا د خپرې شوې اعلاميې سره سم، پوتين په همدې ورځ د ټاکنو د مرکزي کمېسيون له مشرانو او د اساسي قانون د تعديل مسودې د جوړوونکې ډلې له کارکوونکو سره په کاري غونډه کې وويل، په روسيه کې د کوويد-۱۹ د مخنيوي حالاتو ثبات موندلی، نو موږ بايد د اساسي قانون د تعديل کار بيا پيل کوو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |