د سينهوا اژانس دخبر له مخې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې د جون په لومړۍ نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په همدې ورځ د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د م م له عمومي منشي انتونيو ګوتريس سره تليفوني خبرې وکړې او پکې يې د سوريې د وضعيت په باب د نظرونو تبادلې وکړې.
په دې اعلاميه کې راغلي چې لاوروف او ګوتريس د سوريې په ادليب ايالت کې د اوربند په هکله د روسيې او ترکيې له خوا د لاسليک شوي تړون په باب د نظريو تبادلې وکړې او په اتفاق سره يې وويل چې د کوويد۱۹ وبا پر مهال په سوريه کې ترهګري هم ډېره شوې ده . نو بايد د دې هېواد د حاکميت او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو پر بنسټ د دوی امنيت او ثبات بايد تامين شي.
په دې علاميه کې همدارنګه ويل شوي چې دواړو خواوو له سوريې سره د بشري مرستو د پياوړتيا او د م م د امنيت شورا د ۲۲۵۴ نمبر پرېکړه ليک له مخې د سوريې مسئلې د حل وفصل په باب هم د نظرونو تبادلې وکړې.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |