CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان : په منځنۍ او جنوبي امريکايي وچه کې د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدو حالات سخت شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-02 11:29:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جون په لومړۍ نېټه وويل، په منځنۍ او جنوبي امريکايي وچه کې د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدو حالات سخت شوي، نړيواله ټولنه بايد په دې سيمه کې د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره لاسونه سره يو کړي او ګډ کوښښ وکړي.

د روغتيا د نړيوال سازمان د بيړنيو طبي چارو اجرائيه رئيس مايکال ژون په همدې ورځ په خبري ناسته کې وويل، په دې سيمه کې به د کوويد-۱۹ د خپرېدو لا خراب حالات رامنځته شي، په تيرو ۲۴ ساعتونو کې، په هغو ۱۰ هېوادونو کې چې د تازه اخته شويو ناروغانو شمېر يې د نورو په پرتله ډېر زيات دی، د امريکايي وچې ۵ هېوادونه شامل دي : برازيل، امريکا، پيرو، چيلي او مکسيکو. په برازيل، کلمبيا، چيلي، پيرو، مکسيکو، هايتي، ارجنټاين او بوليوي کې د ناروغانو شمېر د زياتوالي انډول د نړۍ د نورو هېوادونو په نسبت لوړ دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای