CRI Online

د ځينو هېوادونو شخصيتونه د چين د ملي ولسي کانګرس له خوا د هانکانګ په اړه د پرېکړې له تصويېدو څخه ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-02 12:26:54

په دې وروستيو ورځو کې ځينو سياستوالو او پوهانو د چين د ملي ولسي کانګرس له خوا د هانکانګ په اړه د ملي امنيت د قانون له تصويبېدو څخه ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل چې د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او دغه قانون به په دې سيمه کې له قوانينو سره سم د هغو ناقانونه کړنو د مخنيوي او اړوندو مجرمينو ته د سزا ور کولو لپاره ګټور وي هغه چې د چين ملي امنيت ته به زيانونه رسوي.دغه راز دغه قانون د چين د ملي حاکميت،امنيت او پرمختيايي ګټو د ساتلو لپاره مهم تدبير دی او د هانکانګي اوسېدنکو امنيت ور سره تر ډېره ساتل کېدای شي او د هانکانګ د بنسټيز قانون له قاعدې سره سمون هم لري.

د چين او او امريکا په اړه د امريکا د څيړنيز مرکز لوړ پوړي څېړونکي سولاب ګوپټا دې ته په اشارې سره وويل چې چين د ملي امنيت د ساتلو په موخه ياد قانون جوړ کړی چې دا د هانکانګ د بنسټيز قانون له قاعدې سره سمون لري.

د چين په اړه هندي کارپوه سولاپاټ وويل چې د بېلتون غوښتونکو کړنو ځپل د چين لپاره يو مهم کار دی او هر هغه هڅه چې غواړي هانکانګ له چين څخه جلا کړي، هرو مرو به ناکامه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای