CRI Online

ټرمپ : د زور زياتي احتجاجي فعاليتونه ترهګريزې کړنې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-02 12:29:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون تر لومړۍ نېټې پورې، په امريکا کې د نژادی تبعض پر ضد احتجاجي فعاليتونه او د زور زياتي شخړې د ۷ ورځو راهيسې دوام لري، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ د لومړي ځل په دې اړه تلويزيوني خبرې کړې او و يي ويل، د زور زياتي احتجاجي فعاليتونه ترهګريزې کړنې دي، هغه به هغو ايالتونو ته چې د شخړو مخنيوی نه شي کولای، پوځ ورولېږي.

ټرمپ په دې ۷ دقيقه يي خبرو کې ځان د قانون او نظام ولسمشر او د سوله ييزو لاريون کوونکو د ملاتړکوونکي په توګه وباله او له ايالتونو څخه يې د لا سختو عملياتو د نيولو غوښتنه وکړه. د همدې ورځې په لومړيو وختونو کې، ټرمپ له ايالتي مشرانو، عدلي کارکوونکو او ملي امنيتي چارواکو سره په ويډيويي غونډه کې له ځينو ايالتونو څخه وغوښتل چې د شخړو د مخنيوي لپاره لا سخت تدبيرونه ونيسي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای