CRI Online

د چين په های نان ولايت کې به ازاد سوداګريز بندر جوړ شي

cri     (GMT+08:00) 2020-06-02 17:13:55

چين د جون په لومړۍ نېټه په رسمي ډول د های نان د ازاد سوداګريز بندر د ابادۍ عمومي طرحه خپره کړه، چې د ازادې سوداګرۍ، د ازادې پانګونې او د نړيوالو پانګو د ازاد انتقال په شمول ۱۱ برخې يعنې ۳۹ پاليسۍ پکې شاملې دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د های نان د ازاد سوداګريز بندر د ابادۍ په اړه مهم حکم کړی دی. نوموړي په دغه حکم کې ويلي چې د نړۍ د لوړې کچې د سوداګريزو اصولو له مخې دې د توليدي سرچينو ازادې تبادلې وهڅول شي او په لوړ کيفيت او لوړ معيار دې د های نان ازاد سوداګريز بندر اباد شي.

شي جين پينګ په دغه حکم کې دې ته اشاره کړې چې په های نان کې د ازاد سوداګريز بندر جوړونه په نوې زمانه کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير يو مهم کار دی. د جوړونې په چارو کې بايد د نظامونو بشپړوالي ته مخکښ ځای ورکړل شي، د افکارو محدويت دې ليرې او نوښتونه دې رامنځته شي.

د پلان له مخې په های نان کې به په ۲۰۲۵ کال کې د ازاد سوداګريز بندر د پاليسۍ نظام سيستم جوړ شي چې مهم ټکي به يې د ازادې سوداګرۍ او پانګونو اسانتياوې وي، دا به په ۲۰۳۵ کال کې د چين د پرانيستي اقتصاد سرمشق وګرځي او د دې پېړۍ تر نيمايي پورې به يو نړيوال اغېز لرونکی او د لوړې کچې بشپړ ازاد سوداګريز بندر جوړ شي.( فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای