د چين د شينجيانګ د اويغور په کورواکه سيمه کې د ځايي حکومت تر ٪۷۰ زيات مالي لګښتونه د کاري دندو، ښوونې، طبي خدمتونو، ټولنيز ضمانت او استوګنځيو په شمول د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې استعمال شوي دي.
په شينجيانګ کې د کاري دندو ډګر جوړ شوی او د اړوندو مسلکي مهارتونو روزنې برابرې شوې، څو په هره کورنۍ کې لږ تر لږ يو کس کار ولري.
په شينجيانګ کې د ماشومانو ۹ کلنه اجباري ښوونه او د شينجيانګ په جنوبي سيمه کې د ماشومانو ۱۵ کلنه اجباري ښوونه پلې کيږي، څو هر ځايي ماشوم له برابرې او باکيفيته ښوونې څخه برخمن شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |