CRI Online

په شينجيانګ کې جبري کارونه نشته

cri     (GMT+08:00) 2020-06-02 20:29:47

د شينجيانګ د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت د ادارې مشر د جون په لومړۍ نېټه وويل، شينجيانګ تل د خلکو د ژوند چارو او کاري دندو پياوړتيا ته لومړيتوب ورکوي، تر څو د خوښې دندو او ثابتو عايداتو په برخه کې د بېلابېلو قومونو د خلکو لپاره زمينې برابرې شي. شينجيانګ تل پر همدغې پاليسۍ ټينګار کوي چې خلک پخپله کارونه انتخابوي، د بازار له لارې کارونه تعديلوي، حکومت د کار موندل او د چارو جوړول هڅوي. هيڅوک جبري کارونو ته نه مجبوريږي.

له ۲۰۱۴ کال راهيسې د شينجيانګ په عاقسو سيمې کې د کار موندنې په موخه ۶۲۱ غونډې تر سره شوي دي، چې پکې ۴۹۵۳ تصدۍ شاملې وې او ۳۸ زره ۶۰۰ کسانو د دې غونډو له لارې کارونه پيدا کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای