د م م د امنيت شورا د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د ۲۵۴۳م نمبر پرېکړه ليک په تصويبولو سره پرېکړه وکړه چې په ليبيا او افغانستان کې د م م د مرستندويه ډل د ماموريت مودې د يوه کال لپاره اوږده کړي چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر تر اوولسمې نيټې پورې به دوام ولري.په دې پرېکړه ليک کې د دې هر کلی وشو چې د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې اترې د قطر په دوحه کې پيل شوې او پکې همدارنګه غوښتنه شوې چې په دې خبرو اترو کې ګډونوال د متقابل باور د پياوړتيا لپاره تدبيرونه ونيسي او صادقانه نيت دې وښيي تر څو د هر اړخيز اوربند دايمی تړون لاسليک او د اوسنۍ مسئلې د حل وفصل لپاره سياسي لارې چارې پيدا شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |