CRI Online

د م م د ۷۴مې دورې عمومي اسامبلې رئيس: م م د پخوا په پرتله لا مهم دی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-16 17:12:43

د م م د ۷۴مې دورې عمومي اسامبلې رئيس محمد باندي وويل چې اوسمهال م م د پخوا د هر وخت په پرتله لا مهم دی. په ټوله نړۍ کې د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو په حال کې م م د نړۍ د سولې او خونديتوب ساتلو، د پرمختګ د هڅونې او د بشري حقوقو د ساتنې په برخو کې مهم او څرګند رول لوبوي.

په م م کې د چين د رول په هکله نوموړي وويل چې چين د نړيوالې ټولنې يو مهم غړی دی چې نه يوازې دغه هېواد لويه اقتصادي پيمانه او ستر توليد توان لري، خو د م م په امنيت شورا کې د دايمي غړي په توګه د نړۍ د سولې او خونديتوب لپاره مهمې دندې لري. چين تل د م م د عمومي اسامبلې له کارونو څخه ملاتړ کړي.

د کوويد-۱۹ په وړاندې د ځينو هېوادونو د يو اړخيزم د فعاليتونو د يادونې په وخت کې نوموړي وويل چې هيڅ هېواد په يوازې توګه له وبا سره مقابله نشي کولی، نو خلک بايد د همکارۍ له لارې د دغې مسئلې د حلولو اهميت وپيژني. هغه ويل چې هر هېواد چې غواړي په خپله پرمختګ کوي او په خپله ځانګړي حقوق لټوي، نړۍ ته به زيانونه ورسوي. څو اړخيزم لا هم د دواملرونکي پرمختګ او د نړۍ د سولې د تامينولو يوازينې لاره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای