د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۱۶مه نېټه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۲۹ ميليونو، ۴۴۴ زرو او ۱۹۸ تنو ته رسېدلی دی.
د ياد سازمان د تازه شمېرې له مخې، د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۴ بجو او ۳۶ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۲۵۲ زره او ۶۸۰ تنه زيات و او عمومي شمېر يې ۲۹ ميليونو، ۴۴۴ زرو او ۱۹۸ تنو ته رسېدلی دی، د دغه ويروس له امله په همدې ورځ ۴۵۲۰ مړه شوي چې عمومي شمېر يې ۹۳۱ زرو او ۳۲۱ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |