CRI Online

وانګ يي: په افغانستان کې سوله د سيمه ييزو هېوادونو او نړيوالې ټولنې په ګټه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-09-17 11:15:20
وانګ يي: په افغانستان کې سوله د سيمه ييزو هېوادونو او نړيوالې ټولنې په ګټه ده

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له روسيې، قزاقستان، قرغزستان او مغولستان څخه تر ليدنې وروسته د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، دغه څلور هېوادونه د افغانستان ګاونډيان دي او د دغه هېواد د سولې بهير ته ډېره پاملرنه کوي. چين د افغانستان د صميمي ملګري په توګه، د زړه له کومې هيله لري چې د افغانستان د سوله ييزو خبرو اترو اړوندې خواوې ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي او د خپل هېواد د مسئلې د سياسي حل لپاره اغېزمنه لايحه ولټوي.

وزير وانګ يي وويل، چين د بين الا افغاني خبرو اترو په پرانيستونکو مراسمو کې انلاين ګډون کړی و. زموږ په اند، دغه خبرې اترې بايد د سياسي حل پر لوري، د افغانانو پر لارښوونې او ټولشمولې موخې وڅرهيږي. هيله لرو چې افغانستان د ترهګرۍ ضد کلکه مبارزه وکړي او سوله ييزې بهرنۍ تګلارې غوره کړي څو د دغه هېواد د سولې، ثبات او پرمختګ لاره لا هواره شي.

په افغانستان کې سوله نه يوازې د افغانانو اميد دی، بلکې د سيمه ييزو هېوادونو او نړيوالې ټولنې په ګټه دی. چين به د تل په شان د افغانستان د سولې او روغې جوړې له بهير څخه ملاتړ وکړي. موږ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو، چې د عادلانه رويې په غوره کولو سره له افغانستان څخه ملاتړ وکړي او بهرني ځواکونه بايد په مسئولانه توګه له دغه هېواد څخه ووځي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای