CRI Online

چين تايوان ته د امريکا د بهرنيو چارو د مرستيال وزير له سفر سره کلک مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-18 14:07:48

چين تايوان ته د امريکا د بهرنيو چارو د مرستيال وزير له سفر سره کلک مخالفت کوي

د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير کېټح کراچ به د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د چين تايوان ته سفر وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين تايوان ته د کېټح کېچ له سفر سره کلک مخالفت کوي، په دې اړه يې امريکا ته جدي احتجاج څرګند کړی او د حالاتو له پرمختګ سره سم به لازم ځوابي تدبيرونه ونيسي.

وياند وانګ وويل، چين تل د امريکا او تايوان له رسمي اړيکو سره ټينګ مخالفت کوي. د امريکا دغه کړنه نه يوازې د يو چين پېژندنې او د چين او امريکا ترمنځ د دريو ګډو اعلاميو له مقرراتو څخه سرغړونه ده، بلکې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې او د تايوان تنګي سوله او ثبات ته زيان رسوي. موږ له امريکا څخه غوښتنه کوو چې د يو چين پېژندنې د اصولو او د چين او امريکا ترمنځ د دريو ګډو اعلاميو د مقرراتو مراعات وکړي او سمدلاسه له تايوان سره رسمي اړيکې ختمې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای