د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د م م په سوله ساتي عملياتو کې د چيني اردو د۳۰ کلن ګډون په نوم سپين کتاب خپور کړ.
په دغه سپين کتاب کې ليکل شوي چې د چين اردو د م م په سوله ساتي عملياتو کې کيليدي ځواک دی. د چين سوله ساتونکي افسران او سرتېري د کمبوډيا ، کانګو (کينشاسا) ، لايبريا ، سوډان ، لبنان ، قبرس، جنوبي سوډان ، مالي او منځنۍ افريقا په ګډون له ۲۰ څخه زياتو هېوادونو او سيمو ته تللي او د شخړو د سوله ييز حل،سيمه ييز امنيت او ثبات ساتلو او د نوموړو هېوادونو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخو کې يې ستر خدمتونه کړي دي .
په دغه سپين کتاب کې ليکل شوي چې د چين اردو په فعاله توګه د نړۍ سوله ساتي همکارۍ ته وده ورکوي .د چين اردو په وار سره له ۹۰ څخه زياتو هېوادونو او تر ۱۰ ډېرو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو سره د سولې ساتنې تبادلې او همکارۍ ترسره کړي ، واقعي همکارۍ يې قوي کړي ، دوه اړخيزې او څو اړخيزې اړيکې يې پياوړې او په دوامداره توګه يې سوله ساتی توان لوړ کړی دی. د چين اردو د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره کوښښ کوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |