CRI Online

د ډيجټلي چين د جوړېدو درېيمه سرمشريزه غونډه به په راتلونکي اکتوبر کې ترسره شي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-18 14:55:48

د ډيجټلي چين د جوړېدو درېيمه سرمشريزه غونډه به په راتلونکي اکتوبر کې ترسره شي

د ډيجټلي چين د جوړېدو درېيمه سرمشريزه غونډه به د راتلونکې اکتوبر له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې په فو جو ښار کې ترسره شي. په دغه غونډه کې به انلاين خپرندويه ډګر شتون ولري او د غونډې حالت به په انلاين او اوفلاين بڼه ننداچيانو ته وړاندې کړي.

د چين د انټرنيټي شبکې د مالوماتو دولتي دفتر معين يانګ شياو وې د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په يوه خبری ناسته کې وويل، ياده سرمشريزه غونډه به د ډيجټلي تکنالوژۍ د نوښتي پرمختګ او د باکيفيته پرمختګ د هڅولو تر عنوان لاندې ترسره شي. د دې غونډې په ترڅ کې به د پرانيستونکو مراسمو، عمده فورم، فرعي فورمونو او د چين د ډيجټلي تکنالوژۍ د برياليتوب د نندارې په شمول اوه مرحلې په انلاين او اوفلاين بڼه ترسره شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای