CRI Online

رئيس شي جين پينګ له ژيړ سيند څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-09-18 15:24:56

ژيړ سيند د چيني ملت موريني سيند ګڼل کيږي.خو د دې سيند اداره له ډېرو ستونزو سره مخ ده. د چين د کمونېست ګوند د اتلسم کانګرس له جوړېدو راهيسې د دې ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ څو څو ځلې د ژيړ سيند پر غاړه له پرتو سيمو څخه ليدنې کړې وې.د تېر کال د سپتمبر په اتلسمه نېټه په يوه غونډه کې د ژيړ سيند پر غاړه د پرتو سيمو د ايکولوژيکي چاپيريال ساتنه او باکيفيته پرمختګ د يوې سترې دولتي ستراتيژۍ په توګه وټاکل شو.

ژيړ سيند، د يانګ ځي سيند او لان څانګ سيند د چينګ او ځانګ په لوړه کې د سان جيانګ يوان له سيمې څخه سرچينه اخيستلې چې د چيني ملت د اوبو زيرمه بلل کيږي. په ۲۰۱۶ کال کې شي جين پينګ له چينګ های ولايت څخه ليدنه وکړه او په ځانګړي توګه يې د ژيړ سيند د سرچينې د ساتلو په هکله خپل نظرونه څرګند کړل. هغه وويل(اواز۱)"د چيني ملت د اوبو زيرمه" د چين د ژوند سرچينه ده، نو د سان جيانګ يوان سيمې ساتنه چې د چيني ملت د اوبو زيرمه بلل کيږي، د چيني ملت د پرمختګ لپاره ډېر مهم دی.نو په دې سيمه کې د سرچينو د کارونې محدوديت او ممنوعيت به د ځايي پرمختګ مخنيوی ونه کړي بلکې د اقتصادي پرمختګ لپاره به ګټور وي.

د چين حکومت په ۲۰۱۶ کال کې د دولتي باغ په اړه په دې سيمه کې لومړۍ ازموينه پيل کړه او دغه باغ چې پراخوالی يې له يو لک او شل زرو مترو مربعو څخه اوښتی، د يانګ ځي سيند، د ژيړ سيند او لان څانګ سيند پر درېيو برخو ويشل کړی او د دې سيمې د ساتنې لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي.

له دريو کلونو وروسته د دې باغ د ژيړ سيند په برخه کې په لومړي ځل د snow) leopardپه نوم د څاروي د حرکت په اړه فلم اخيستل شوی. د دې باغ د چاپيريال ساتنې د مرکز مشر ما ګوي خبريال ته وويل(اواز۲) زمونږ په پخواني سند کې د (snow leopard) په نوم څاروی يادونه شوې وه، خو په تېرو شلو کلونو کې مې زما د ماموريت په موده کې د دې څاروي په اړه هېڅ ويډيو يا عکس نه وليدلی. د تېر کال په ژمي کې د طبيعي چاپيريال صندوق په ځانګړي توګه په هغه ځای کې چې ښايي دغه څاروی وګرځي، کامره نصب کړه او د دې څاروي په اړه يې عکس اخيستی دی.

د ژيړ سيند د لومړۍ برخې پر غاړه په چي ليان غرنۍ سيمه کې ډېرې غني معدني سرچينې شتون لري.په تېرو څو کلونو کې د ناقانونه پرمختګ له امله دلته ايکولوژيکي چاپيريال سخت خراب شوی و. رئيس شي جين پينګ په دې اړه هدايت ورکړ چې له امله يې دې د دې غره په شاوخوا سيمو کې د کانونو د استخراجولو ټولې پروژې بندې شوي او د اوبو لګولو پلانونه هم په منظه توګه تنظيم شوي او له ځينو مهمو او کليدي سيمو څخه اوسېدونکي هم وتلي دي.

د تېر کال په اګست کې رئيس شي جين پينګ له ګاو سو ولايت څخه د ليدنې په ترڅ کې د دې غره ته نژدې د شان دان په نوم د اسونو فارم ته ولاړ او هلته يې د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې په باب معلومات تر لاسه کړل. هغه په خپلو خبرو کې د دواملرونکي پرمختګ اهميت ياد کړ. هغه وويل (اواز۳) مونږ د اقتصادي پرمختګ په اوسني پړاو کې بايد د چاپيريال ساتنې ته په درنه سترګه وګورو او با کيفيته پرمختګ دې ومومو.

دا د پاملرنې وړ خبره ده چې رئيس شي جين پينګ د تېر کال له جولای راهيسې په وار سره د ژيړ سيند پر غاړه له پرتو شپږو ولايتونو او سيمو څخه ليدنه وکړه. د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په اتلسمه نېټه په يوه غونډه کې د ژيړ سيند د ايکولوژيکي چاپيريال ساتنه او باکيفيته پرمختګ د يوې سترې دولتي ستراتيژۍ په توګه وټاکل شو. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د ژيړ سيند ساتنه د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره يو ستر پلان دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای