CRI Online

په ننګرهار او بادغیس کې د شخړو له امله ۵۴ تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-18 17:25:50
په ننګرهار او بادغیس کې د شخړو له امله ۵۴ تنه وژل شوي دي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سپتمر په ۱۷مه نېټه د افغانستان په ننګرهار او بادغیس ولايتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ شخړې شوي، چې له امله یې لږ تر لږه ۵۴ تنه وژل شوي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوږياڼي په همدې ورځ خبريالانو ته وويل، چې د تېرې ورځې په شپه وسله والو کسانو په خوږګياڼيو، شیرزاد او حصارک کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل، چې د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول. د دغو بريدونو په پایله کې۳۶ افغان امنيتي سرتيرو او ۴۹ اورپکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د بادغيس د کادس ولسوالۍ چارواکي وویل، چې وسله والو کسانو د روانې میاشتې د ۱۶مې نېټې په شپه پر همدې ولسوالۍ بريدونه وکړل، خو د افغان امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول، چې په پایله کې يې ۳ امنيتي سرتیري ووژل شول او ۶ تنه ټپيان شول او د وسله والو کسانو۲ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان دي.

وسله طالبانو منلې، چې د بادغیس پر کادس یې بريد کړی، خو د ننګرهار بريدونو پړه يې پر غاړه نه ده اخیستې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای