د سين هوااژانس د خبر له مخې، تيکتاک (Tiktok) د سپتمبر په شلمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د تيکتاک څښتن بايټ دانس(Byte dance) شرکت د امريکا د اورکل (Oracle ) او د والمارت(WalMart.) شرکت سره په اصولو کې ګډې نظريې تر لاسه کړې دي. دريواړه خواوې به ژر همکاريز تړون لاسليک کړي چې د چين او امريکا له قانوني مقرراتو سره سمون لري.
په اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي چې په اصولو کې دغه ګډې نظريې د امريکا حکومت ته وړاندې شوې. تيکتاک دا نظر لري چې دغې ګډې نظريې به په امريکا کې د دغه شرکت د راتلونکې د کارولو او پرمختګ په ترڅ کې احتمالي مسئلې حل کړي. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ چې په اصلی کې له دغه همکاريز تړون سره موافقه کړې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |